د افغانانو په ورځنیو خوړو کې د غلمینې ډوډۍ ارزښت او ونډې ته په پام سره غنم د هېواد یو ستراتیژیک محصول ګڼل کیږي. په هېواد کې د خوړیز خوندیتوب د تأمینولو لپاره د غنمو کافي عرضه خورا مهمه ده. زمونږ هېوادوال د اړتیا وړ ورځنۍ انرژي کابو ۶۰٪ له غنمو څخه ترلاسه کوي (NRVA, 2007). په هیواد کې د غنمو سړي سر کلنی مصرف ۱۷۰ کیلوګرامه اټکل شوی دی. ددې ترڅنګ، په هېواد کې غنم په اوبیز او للمي ډول کرل کیږي او د ټولې کرنیزې ځمکې لویه برخه ورته هرکال ځانګړې کیږي. د مرکزي احصایې د ۱۴۰۰ هـ ش کال شمیرې څرګندوي چې په یاد کال کې د ټولې کرل شوې ځمکې (۳۲۷۵۴۶۳ هکتاره) ۶۲.۵ سلنه او غلو دانو تر کښت لاندې ځمکې (۲۳۶۸۱۱۸ هکتاره) ۸۶.۴ سلنه غنمو ته ځانګړې شوې وه. د ۱۳۹۵ او ۱۴۰۰ هـ ش کلونو په لړ کې په منځني ډول د غنمو تر کښت لاندې ټولې ځمکې ۶۷ سلنه اوبیزو او پاتې ۳۳ سلنه للمي غنمو ته ځانګړې شوې وه. سره له دې چې د هېواد د کرنیزې ځمکې لویه برخه هر کال د غنمو تولید ته ځانګړې کیږي، د غنمو کورني تولیدات نشي کولای چې د مخ په زیاتیدونکي نفوس خوړیزې اړتیاوې پوره کړي. پدې توګه، هېواد له کلونو راهیسې د غنمو او اوړو په وارداتو تکیه کوي. د مرکزي احصایې د رسمي شمیرو پر بنسټ د ۱۳۹۴ او ۱۴۰۰ هـ ش کلونو ترمنځ په اوسط ډول هر کال تقریباً ۳.۱ میلیون ټنه غنم د ۶۸۹ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هېواد ته وارد شوي دي. تر هغه چې د غنمو او اوړو کورنی تولید په کافي اندازه وده و نه کړي، هیواد به همداسې په ورداتو تړلی پاتې وي. په داسې یوه حالت کې چې کورنی تولید بسنده نه دی او ستراتیژیکې زیرمې هم شتون نه لري، واردات د کورني بازار د ثبات د ساتلو لپاره خورا اړین ګڼل کیږي.
په تېرو دوو لسیزو کې د غنمو د سکتور د پراختیا لپاره یو زیات شمیر پالیسۍ، پروګرامونه او پروژې د دولت او نړیوالو مؤسسو له خوا پلې شوې دي. د غنمو ملي پالیسي په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې جوړه شوه او د پلي کیدو لپاره یې په همدې کال کې د افغانستان د غنمو د سکتور پراختیایي پروګرام جوړ شو. په ۱۳۹۶م کال کې د غنمو د پراختیا ملي پروګرام ترتیب شو او په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې د افغانستان د خوړو او تغذیې د خوندیتوب اجنډا جوړه شوه. ددې ترڅنګ، غنم د کرنې د سکتور د ټولو پراختیایي ستراتیژیو، پالیسیو او پروګرامونو مهمه برخه جوړوله. د غنمو د تخم او کیمیاوي سرې کلنۍ ویش په تېرو دوو لسیزو کې د دولت له مهمو سبسایډیو څخه شمیرل کیدای شي. همدارنګه یو زیات شمیر څیړنیزې او ترویجي پروژې د غنمو د سکتور د پراختیا په برخه کې پلې شوې. سره له دې چې په پورته ذکر شویو هڅو میلیونونه امریکایي ډالر مصرف شول، په عمل کې ملموسې پایلې ترلاسه نه شوې او د غنمو په تولید کې ځان بسیاینې ته رسیدل یقیني نه شول.
څرنګه چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی، په نړیوال بازار او صادراتي ملکونو کې هر ډول بدلونونه د غنمو کورنی بازار اغیزمنوي. کله چې د اوړو بیې په کورني بازار کې لوړیږي او کورني تولیدات بسنده نه وي، یو زیات شمیر کورنۍ نشي کولای چې د اړتیا وړ اوړه ترلاسه کړي او خوړیزخوندیتوب له لاسه ورکوي. سربیره پر دې، بیوزلې کورنۍ د خوړو د ترلاسه کولو لپاره خپل تولیدي وسایل پلوري چې له امله یې دوی په مزمنه بېوزلۍ او خوارځواکۍ اخته کیږي. په داسې حالت کې د ورځنیو خوراکي وعدو کمول، کمه اندازه خواړه خوړل او د کارکولو لپاره له مکتب څخه د ماشومانو ایستل د کورنیو له خوا ترسره کیږي. ددې ترڅنګ، هغه صنعتونه چې غنم یا اوړه د خامو موادو په توګه کاروي، له داسې یوه وضعیت څخه سخت اغیزمن کیږي. په وارداتو باندې دوامداره اتکاء د صادرونکو هېوادونو له لوري په وارداتي هېوادونو باندې د سیاسي فشارونو لامل کیدای شي. پدې توګه، اړینه ګڼل کیږي چې د خوړیزخوندیتوب د تأمینولو، اقتصادي ودې د پیاوړي کولو او ملي امنیت د خوندیتوب لپاره افغانستان د غنمو او اوړو په تولید کې د ځان بسیاینې تر کچې ورسیږي.
نوټ: د بشپړې لیکنې د ترلاسه کولو او لوستلو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.
No comments:
Post a Comment
We respect your opinion, thanks for the comment.