د خوړو او کرنې د وضعیت د تیر کال (۲۰۱۸) راپور په کډوالي، کرنه او کلیوالي پراختیا باندې لیکل شوی. ددې راپور لس غوره پیغامونه مې ستاسو درنو لوستونکو لپاره پښتو ته وژباړل. هیله لرم چې په لوستلو سره به یی پدې برخه کې خپل معلومات تازه کړی. که غواړی بشپړ راپور ولولی، ددې لیکنې په پای کې له ذکر شوي اخځ څخه ګټه واخلي.
1. له ننګونو سره سره، کډوالي د اقتصادي، ټولنیزې او انساني پراختیا برخه، او د هیوادونه په منځ کې او ترمنځ نابرابریو د راټیټول وسیله ده.
2. هیوادونه به د پراختیا په بیلابیلو پړاونو کې د نړیوالې کډوالۍ سرچینې، ترانزیتي لارې یا آخرني مقصدونه وي، او ځینې وختونه کیدای شي ددې دریو اجزاؤ څخه یو ترکیبی شکل غوره کړي.
3. په نړیواله کچه، نړیوال مهاجرت د کورنۍ کډوالۍ (بیځایه کیدنې) په پرتله ډیر کم دی. په پرمختیایی هیوادونو کې له یو بیلیون څخه ډیرو وګړو په کور د ننه له یو ځای څخه بل ځای ته کډه کړیده.
4. د نړیوالو او کورنیو کډوالیو د لړۍ ځینې لاملونه له یوبل سره ورته دي او یو واحد سیستم رامنځ ته کوي. د بیلګې په توګه، په ټیټ عاید لرونکو هیوادونو کې کورني کډوال د هغه کسانو په پرتله چې کډه شوي ندي، پنځه ځله زیات ددې غوښتنه لري چې نورو هیوادونو ته کډوال شي.
5. په هغه پرمختیایی سیمو کې چې د ښاري پراختیا کچه یی لوړه ده، له کلیوالي سیمو څخه ښارونو ته کډوالي د ټولو کورنیو کډوالیو نیږدې ۵۰٪جوړوي. د افریقا په صحرا کې بیا دا شمیره ۷۵٪ته رسیږي.
6. له کلیو څخه د باندې کډوالي کیدای شي د عاید نورې سرچینې رامنځ ته او له چاپیریالي ستونزو لکه د اوبو شدید کمښت سره د توافق وسیله شي. په هرصورت، له کلیوالي سیمو څخه کډوالي د ډیرو بیوزلو کلیوالو لپاره، څوک چې د بیځایه کیدو په لار کې له سترو ننګونو سره مخ دي، لږه شونتیا لري.
7. د اوږدمهاله بحرانونو په وخت کې کلیوالي سیمې د بیځایه شویو وګړو لویی برخې ته ځای ورکوي، کوم چې د نورو ننګونو او شونو منفي تأثیراتو لامل کیږي. د کلیوالي ټولنې په اوږو دا بار کیدای شي د کلیوالي سیمو د پراختیا د پالیسي له لارې چې د ګډوالو په اقتصادي او ټولنیز مدغم کیدلو تمرکز کوي، له مخې لرې او د داسې پایلو سبب شي چې هم بیځایه شوي کسان او هم اصلي کلیوال ترې ګټه واخلي.
8. په ډیری پرمختیایی هیوادونو کې ګډوال کولای شي په لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو فعالیتونو کې چې ماشیني کول یی ستونزمن دي، د کارګرانو د کموالي تشه ډکه کړي. خو په ټولنه کې ددوی مدغم کیدل د کډوالو او کوربه دواړو لپاره ستونزمن دي. د کارګرانو د حقونو د خوندي کولو لپاره د قانوني کړنو او پروګرامونو جوړول او پلی کول کولای شي چې د کډوالو لپاره د کار شرایط سم کړي.
9. د خوندي، منظمې او با ثباته کډوالۍ د یقیني کولو لپاره اړینه ده چې د کډوالۍ، او کرنې او کلیوالي پراختیا پالیسي ګانې سره منطقي اړیکې او همغږي ولري. پالیسي ګانې باید پدې راغونډې نه وي چې کډوالي زیاته یا کمه کړي بلکه مؤخه باید دا وي چې اقتصادي او ټولنیزې ګټې اعظمي او کډوالو او کوربه ټولنو ته لګښتونه را کم شي.
10. د کلیوالي کډوالۍ اړوند پالیسي لومړیتوبونه د هیوادونو په عیني شرایطور پورې اړه لري او همیشه د بدلونه په حال کې دي. دا لومړیتوبونه په اوږدمهالو بحرانونو کې د ښکیلو هیوادونو، په هغه هیوادونو کې چې د ځوانانو بوختیا پکې یوه ننګونه ده، په هغه هیوادونو کې چې د اقتصادي او وګړیز ګذار په حالت کې دي، او د پرمختللو هیوادونو لپاره چې کارګرانو ته اړتیا لري یو شان ندي.
Reference
Food and Agriculture Organization of the United Nations (UNFAO). 2018. The State of Food and Agriculture: Migration, Agriculture and Rural Development. An Annual Publication of the UNFAO. Rome: Italy
Appreciable work, dear Sir!
ReplyDeleteThanks for your helpful works, Sir!
ReplyDeleteA nice and helpful summary, Thanks for your hard working dear,Sir!
ReplyDeleteVery nice articles. Find Jobs in Afghanistan ngo jobs
ReplyDelete